ایکناخبری اژانس د ایرناله قوله راپور راکړ ،د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري چې له یوه پلاوي سره یو ځاي پرون دڅو ورځو په سفر د پاکستان اسلام اباد ته تللی ، ددغه هیواد داهل تشیع او اهل تسنن له دیني عالمانو سره ئې لیده کاته کړي او وئیلي ئې دي ، په درستې نړۍ په تیره بیا په پاکستان کې د دیني عالمانو نزدیکت او یووالی د وخت ضرورت دی او باید مسلمانان پخپل یووالي او اتحاد او یوزړتوب سره پر ټولو ثابته کړي،چې اسلامی امت نور د استعمار او استکبار په اسلام ضد دسیسو نه غولیږي ،او پخپل یووالي او اتحاد سره دنیا ته د اسلامي امت حقیقي او واقعي قدرت او پياوړتیا ورښودلی شي .
په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت کې په یولړ دستورو کې چې د ایران سفیر محمدعلی حسیني ،او د په اسلام اباد کې د ایران دکلتوري سلایار احسان خزاعي او د اهل تشیع او اهل تسنن یو شمیر دینی عالمانو اوشخصیّتونوهم پکې شتون درلود،د اسلامی مذهبونو د عالمانو ترمینځ د پيوستون اوغږملتیا او دغه راز د اسلام د دښمنانو د اسلامی مذهبونو د نزدیکت په ضدله پلانونو او دسیسو سره د ګډې مقابلې لپاره د رول پر رولوبولو ټينګار وکړ
په دې مناسبت یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .